
له عراقه د ایکنا د راپور له مخې، دغه پروګرام د شیخ عبدالمهدي کربلایي او حسن رشید العبایجي په شتون کې پرانیستل شو. سید ریاض سعید الحکیم د دغو مراسمو په مناسبت وویل: قرآن کریم د اسلام تلپاتې معجزه او د اسلامي امت د هویت ساتونکی دی او د بشریت لپاره د الهي پیغام د رسولو او د هدایت اغېزشیندونکې وسیله ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه چې قرآن کریم د اسلامي امت په ژوند کې بنسټیز رول لري او د تلپاتې معجزې په توګه د اسلام د پیغام جاودانیت نړۍ ته رسوي.
سعید الحکیم څرګنده کړه ،له دې سره سره چې د اسلام د پیغمبر ﷺ له رسالت څخه څه باندې څوارلس پېړۍ تېرې شوې دي، قرآن کریم د مسلمانانو د عقیدتي اصولو په ساتنه کې مهم رول لوبولی او د اسلامي هویت د خوندي کولو یو اساسي عامل پاتې شوی دی.
هغه وویل چې د قرآن کریم دریم مهم رول د انسانانو پر زړونو او ذهنونو مستقیم اغېز دی، ځکه دا یو داسې کتاب دی چې د خپل فصاحت، بلاغت او اغېزشیندونکې رودې یا سټایل له امله ځانګړی مقام لري.
نوموړي زیاته کړه چې قرآني فعالیتونه او پروګرامونه د قرآن کریم تر چتر لاندې د مسلمانانو د یووالي او د هغوی د ګډو ارزښتونو د پیاوړتیا سبب ګرځي.
الحکیم همدارنګه ټینګار وکړ چې دا ډول نوښتونه، سره له دې چې بېلابېل نظرونه او تفسیرونه شته، د اسلامي امت لپاره د یووالي فضا رامنځته کوي.
د کربلا د قرآن نړیواله اوونۍ د عراق له دننه او بهر د ګڼ شمېر قرآني فعالانو په ګډون د امام حسین(ع) په سپېڅلي آستان کې ترسره کېږي او موخه ئې د قرآني فرهنګ خپرول او په ټولنې کې د قرآن کریم دشتون پیاوړی کول دي.
دغه قرآني اوونۍ به د غبرګولي تر ۲۱مې دوام وکړي او پکې د کربلا د قرآن کریم د تلاوت او حفظ پنځمه نړیواله جایزه، د ځوانو قاریانو لومړۍ نړیواله سیالي، د عربي خطاطۍ څلورم نړیوال نندارتون او یو شمېر علمي، فرهنګي او هنري تخصصي پروګرامونه شامل دي.
https://iqna.ir/fa/news/4356719